CEO Corner

Business

د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط

د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط

برياليتوب ته د ونې فکر وکړئ، اکثره خلک يې ثمر يا ميوې ته ګوري، ځينې يې ښايي څانګې هم وګوري، خو ډير محدود يې ريښو ته ځي. د برياليتوب څرګنده نښې هر چا ته ښکاري، په آسانه نقليږي، خو هغه نه ښکاره کيدونکي شرايط چې د برياليتوب سبب ګرځيدلي وو، ستونزمن او د هڅې او کار اصل ځايونه دي. کله

برياليتوب ته د ونې فکر وکړئ، اکثره خلک يې ثمر يا ميوې ته ګوري، ځينې يې ښايي څانګې هم وګوري، خو ډير محدود يې ريښو ته ځي. د برياليتوب څرګنده نښې هر چا ته ښکاري، په آسانه نقليږي، خو هغه نه ښکاره کيدونکي شرايط چې د برياليتوب سبب ګرځيدلي وو، ستونزمن او د هڅې او کار اصل ځايونه دي.

کله چې موږ بريالی هېواد، تجارت، اتل او بريالی شخص، کاروباري، يا زده کوونکی ووينو، نو سمدلاسه پوښتو چې دوی څه وکړل چې دغه ځای ته راورسيدل، خو ډير محدود بيا دا پوښتي، چې هغه کوم شرايط وو چې دوی ته يې د دې هر څه وس او توان ورکړ.

نو ځکه اکثره وخت موږ يوازې بریاليتوب راکاپي يا نقلوو، دې ته نه ګورو چې ولې.

خلک نتيجې ته ګوري، نه مزل ته

خلک د نورو پيسه، پرمختګ، شهرت، لاسته راوړنې، بريالي کاروبارونه، پرمختللي ښارونو، ژوند او ټکنالوژيو ته ګوري، خو دا نه ويني چې دغې چارو لپاره يې کلونه خواري کښلی ده، په دوامداره توګه له ناکاميو تير شوي دي، ستونزمنې پريکړې يې کړي دي، دوامداره يې زده کوي، قربانئ يې ورکړي او خپل ژوند، کاروبار، هېواد او نورو لپاره يو نظم او هدف لري.

د تجربې او پوهې څيړنې په دوامداره توګه ښیی چې ښه کار او لاسته راوړنې د دوامداره، پرهدفه او معلوم تمرين له لارې رامنځ ته کيږي، نه دا چې له لنډو لارو او يا يوازې د استعداد له لارې هلته ورسيږو.

a graduation cap, book, and trophy flying through the air

موږ د عادتونو پر ځای وسيلې خپلوو
ادارې يا کاروبارونه عموماً نوي کمپيوټري پروګرامونه، د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه، نوي وسايل، ګرانبيه ماشينونه، ستر دفترونه، کاروباري او مشهورو ځايونو ته انتقال او نور خپلوي، پر دې فکر چې دا به يې د کار د ښه والي سبب شي.

خو، د بدلون او ټکنالوژئ خپلولو څيړنې ښيي چې ټکنالوژي او کاروبارونه يوازې هغه وخت بریالي وي چې که چيرې خلک، پروسې، مشري او اداري/ کاروباري کلتور هم ورسره بدل شي، د خلکو فکر او عادت برياليتوب ټاکي، نه دا چې کومه وسيله کاروي.

ټکنالوژي يو کتلست يا متحرک دی، د استعداد او ظرفیت ځای نه نيسي.

موږ د برياليتوب کيسې رااخلو، سيسټمونو ته نه ګورو

زموږ هدف له سيسټم څخه په دوامداره توګه يوې نتيجې ته رسيدل دي، يعنې خلک، پروسې او قوانين داسې کار کوي چې تل هماغه ټاکلې نتيجه ورکوي.

مثلاً خلک سنګاپور ته ګوري چې يو اغيزمن ښاري هېواد دی، خلک يې نوې زيربناوې، ډيجيټلي حکومتداري او هوسا او پاک ښار ويني، خو دا د هغو څو لسيزو پانګونو نتيجه ده چې په شخصي او عامه ادارو، خلکو، پوهنې او اوږدمهاله پلانونو شوې ده.

همداسې، مثلاً په ټيوټا کې د هغوی د ضايعاتو ټيټې سلنې ته ګوري، خو دا نه ويني چې دغه شرکت په دوامداره توګه زده کړه کړې ده، خپلو کارکوونکي يې روزلي او ورته يې درناوی درلودلی او ستونزې يې په منظمه او سيستماتيک ډول حل کړي دي.

ښکاره کيدونکي تمرينونه او لاسته راوړنې د ټول کار يوازې يوه ادنی برخه ده.

موږ ته پر ځان باور ښکاري، خو تياری يې نه وينو

خلک ښه وينا، بريالئ خبرې اترې او اغيزمن مشر ويني، خو هغه لوستنه، له ځان سره فکر، تمرين، تجربه، اشتباهات او غبرګون نه ويني چې دې ځای ته يې رارسولی دی.

پر ځان باور له تياريو سره راځي، د برياليتوب له کبله نه وي.

موږ کړنلارې نقلوو، خو د هغې نظم نه خپلوو

اکثره کاروبارونه د نورو برياليو کاروبارونو ستراتيژيک پلانونه، اوږدمهاله اهداف، د کار ارزولو اصول او وسيلې رانقلوي، خو د هغې په دوامداره او منظمه توګه عملي کولو کې پاتې راځي.

د ستراتيژيو عملي کولو بیلابيلې څيړنې ښيي چې کاروبارونه او ادارې له دې کبله نه ناکاميږي چې ستراتيژئ او تګلارې نه لري، بلکه د هغوی د عملي کولو، د مسؤليت او تعقيب ضعيفه ميکانيزم له کبله وروسته پاتې وي.

د يو چا ستراتيژي په آسانه نقليدای شي، خو د هغوی د کار نظم نقلول بيا د هر چا د وس کار نه دی.

موږ پر امتيازاتو سترګې پټوو

اقتصاد پوهان وايي چې د خلکو امتيازات خوښيږي. که چيرې بریالي کاروبارونه زده کړه، ابتکار، همکاري او مسؤليت خپلول وهڅوي، نو د دغو کاروبارونو د برياليو ستراتيژيو کاپي کول ممکن د دوی د امتيازاتو د سيسټم له کاپي کولو پرته به هغه اړوند نتايج ونه لري.

دود او کلتور د امتيازاتو په لور ځي، نه دا چې په تبليغاتو او چيغو کې مشران څه وايي.

برياليتوب سم چاپيريال غواړي

په کرهڼه کې تخم په ښه ځمکه کې زرغونيږي او وده کړي، که چیرې يې په شګه يا تيږه کې ښخ کړئ، هیڅ نه کيږي. همدا اصل پر برياليتوب هم عملي دی.

کاروبارونه، کارکوونکي، زده کوونکي، ټولنې او هېوادونه هم همدا اصل تعقيبوي، د خپل برياليتوب لپاره چاپيريال غواړي، يا لومړی به هغه چاپيريال رامنځ ته کوئ، هغې کې برياليتوب پخپله وده کړي.

استعداد او ظرفیت مهم دی، خو چاپيريال دا ټاکي چې آیا استعداد به وده وکړي يا نه.

لدې سره يوه بله اشتباه دا هم ده چې خلک فکر کړي څه چې بل چيرې او په بله زمانه کې کار وکړ، هغه به نن هم دلته کار وکړي.

د دې پر ځای چې يو څوک دا وپوښتي آیا موږ دا رانقلولی شو، بيا وپوښتي هغه کوم شرايط وو چې دا يې دومره بریالی کړ، بيا ورپسې دا پوښتنه هم وکړي، چې موږ دا شرايط څرنګه په خپل چاپيريال کې رامنځ ته کولای شو؟

دا عياريدنه ده، په ړنده سترګه نقلول نه دي.

د برياليتوب پټ شرايط

برياليتوب خپل پټ شرايط لري، چې عموماً پکې څرګنده هدف، پوهه، مهارتونه، نظم، غښتلي سيسټمونه، باور، مسؤليت منل، اغيزمنه مشري، اوږدمهاله فکر، دوامداره زده کړه، مناسب امتيازات او زغم شامل وي.

دا په سترګو نه ښکاري، خو همدا د بریاليتوب سبب ګرځي. موږ عموماً د بریاليتوب ثمر او ميوې ته ګورو، خو هغه خاوره، تغذيه او پاملرنه نه وينو چې برياليتوب يې ټوکولی او پاللی دی.

ودانۍ نقليدای شي، ټکنالوژئ اخيستل کيدای شي، کړنلارې ژباړل کيدای شي، اداري جوړښتونه عياريدلای شي.

خو هغه شرايط چې د تلپاتې برياليتوب سبب ګرځي لکه نظم، بااستعداده خلک، اغيزمن سيسټمونه، باور، زده کړه او دوامداره عملي کول، په آسانه نه نقليږي.

که موږ رښتيا هم غواړو چې بریالي شو، نو بايد د بریاليو خلکو او کاروبارونو/ ادارو له نقلولو ډير بايد دې ته وګورو چې هغه کوم شرايط وو چې د دوی د بریاليتوب او پرمختګ سبب وګرځيدل.

ورته ليکنی: غلي کارکوونکي، بې خبره آمر ، يوازې پر ښه نيت نه ده، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل

CEO Corner

Want this in your inbox?

One short email a month. Nothing else.

Subscribe to BARYA