CEO Corner

Business

يوازې پر ښه نيت نه ده

يوازې پر ښه نيت نه ده

ښه نيت د هر نیک عمل د شروع بنسټ او اساس دی، خو لدې سره مهم بحث دا هم دی چې په تاريخي لحاظ هغه ټولنې، کاروبارونه، ادارې او افراد بريالي وو چې له نيکو ارادو سره يې اړوند پوهه، ظرفیت، نظم، عمل او دوامداره زده کړه هم لرله. يعنې نړۍ پر نتايجو چليږي، نه پر ښه نيت. د اصل لامل له پيژندلو

ښه نيت د هر نیک عمل د شروع بنسټ او اساس دی، خو لدې سره مهم بحث دا هم دی چې په تاريخي لحاظ هغه ټولنې، کاروبارونه، ادارې او افراد بريالي وو چې له نيکو ارادو سره يې اړوند پوهه، ظرفیت، نظم، عمل او دوامداره زده کړه هم لرله.

يعنې نړۍ پر نتايجو چليږي، نه پر ښه نيت.

د اصل لامل له پيژندلو پرته ښه نيت ممکن تاواني وي

په طبابت کې وايي چې له درملو وړاندې د ناروغۍ پر لامل ځان پوه کړئ، دا ښایي زموږ پر ډاکترانو صدق ونه کړي چې هر ناروغ ته يوه بوجۍ دوا ورکوي، خو په عموم کې له درملنې او حل وړاندې بايد يو څوک پوه شي، چې دا ستونزه ولې رامنځ ته شوې ده.

د عامه پاليسيو بیلابيلې څيړنې ښيي چې اکثره وختونه د ښه نيت پروګرامونه د مسؤلينو او پريکړه کوونکو د ستونزې د نه پيژندلو له کبله خپل متوقع نتايج نه حاصلوي. مثلاُ

  • که چيرې د خوراکي توکو يا ګرانۍ د کنټرول لپاره پر خلکو بيې وتپل شي، نو ډير امکان لري چې تجاران خپل مواد بازار ته راونه باسي، د توکو کمښت رامنځ ته شي، يا مواد تور بازار ته ولاړ شي.
  • بهرنۍ پرمختيايي مرستې ښايي د بيوزلۍ د مخنيوي او بيوزلو سره د مرستې لپاره وغوښتل شي، خو دا د سيمه ييزو کاروبارونو پر تاوان تماميږي او په عامه توګه د اتکا او خیرات خورئ عادتونه رامنځ ته کوي.
  • پر اولاد ډيره څارنه او ورسره مينه د هغې مقاومت کموي، د ژوند له ننګونو سره مخامخ کيدو لپاره يې پر وخت نه تیاروي.

نو ځکه، مخکې لدې چې يو څوک مرستې ته راوړاندې شي، بايد ځان پوه کړي.

wanderlust and explore concept, old compass lying on map, top view, space for text, vintage toned image

ښه نيت پوهه غواړي

پوهه او مهارت تل ارزښت لري. عموماً، خلک غواړي چې له نورو سره مرسته وکړي، خو مرسته پوهه غواړي، مثلاً:

  • ښوونکی بايد د ښوونې مهارتونه ولري، تر څو له زده کوونکي سره ښه مرسته وکړي.
  • طبيب طبي مهارتونو ته د مرستې لپاره اړتيا لري.
  • مشر مديریتي مهارتونه غواړي چې اغيزمن وي.
  • پاليسيو جوړونکي بايد شواهد ولري تر څو پوه شي چې پاليسي يې کار کړي يا نه.

ښه نيت د اهليت او ظرفيت ځای نه نيسي، او نه يې بديل دی.

ښه نيت عمل غواړي

ادارې يا کاروباورنه د ښه نيت او ستر ليد له کبله نه ناکاميږي، د دوی ناکامي د عمل له کبله وي. د ستراتيژيو څيړنې ښيي چې د ادارو ستراتيژئ د پلانولو پر مهال نه خو د عمل پر مهال ناکاميږي. مثلاً:

  • ښې او غوره پاليسئ او ستراتيژئ نه عملی کيږي، او په الماريو او فکرونو کې پاتې وي.
  • اوږدمهاله پلانونه همداسې اوږدمهاله پاتې شي، پر ورځنيو چارو نه بدليږي.
  • د روزنې زده کړو ته د عمل ساحه نه برابريږي، څه چې نوي زده شوي وي، هغه څوک عملي کولو ته نه پریږدي.
  • دوامداره جلسې وي، خو د جلسو پریکړې نه عملي کيږي يا يې وروسته پوښتنه نه کيږي چې څنګه شو.

عمل، اراده پر حقيقت بدلوي.

ښې ارادې سيسټمونه غواړي

د سيسټمونو څيړونکي ټول پر دې نظر دي چې سيسټمونه د نتيجې سبب ګرځي، ښه بنده په ضعيفه سيسټم کې تل له ستونزو او ننګونو سره مخ وي. مثلاً:

  • صادقه بنده په فاسده سيسټم کې بې توانه او بې ګټې وي.
  • اخلاصمند ښوونکی له وسايلو او منابعو پرته ډير څه نه شي کولای.
  • تکړه ډاکتر بهتره او غوره درملنې لپاره فعاله او ګټور روغتيايي سيسټم ته اړتيا لري.

ښې ارادې د هغې شاوخوا سيسټم له کبله ډيرې غښتلې يا ضعيفه کيدلای شي.

ښه نيت هڅونه غواړي

په اقتصاد کې وايي چې خلک هڅونې او امتياز ته مثبت غبرګون ښيي، او هغه څه تکراروي چې هڅول شوي وي. ادارې/ کاروبارونه هغه سلوکونه ويني چې دوی تشويق کړي وي. مثلاً:

  • که يوازې سرعت وهڅول شي، نو کيفيت خرابيږي.
  • که يوازې شمير او د کار خلاصول وهڅول شي، نو خلک کار له سره تيروي.
  • که يوازې فردي لاسته راوړنې وهڅول شي، نو ګډ کار زيانمنيږي.

ښه نيت تر ډير وخته د بې ځايه او بې ګټو شيانو د هڅونې سيسټم پر وړاندې مقاومت نه شي کولای.

ښه نيت تله غواړي

له ډير پخوا راهيسې په مديریت کې يو اصل را روان دی چې، که څه د تللو او اندازې وړ نه وي، هغه د لاسته راوړلو نه وي. له غبرګون او نظر پرته، بهتري توکلي او ړنده وي. مثلاُ:

  • ښوونه او روزنه/ تعليم د فراغت شميرو ته ګوري، خو معلومه نه ده چې څومرو يې څه زده کړي دي.
  • روغتيا يوازې د ناروغانو پر شمیره پر مخ ځي، څوک ښه شو يا نه، هغې سره به بيا ګورو.
  • کاروبارونه يوازې خپلې ګټې ته ګوري.
  • مسؤلین يوازې اعلانونه کوي.

هغه څه وتلئ، چۍ رښتيا هم پر تللو او اندازه ارزي.

ښه نيت عياريدنه غواړي

څيړنې ښيي چې زده کوونکی او بريالئ ادارې/ کاروبارونه پر دوامداره توګه زده کړه کړي او ځان عياروي. زموږ شاوخوا نړۍ بدليږي، پلانونه هم بايد بدل شي، ستراتيژئ بايد عيارې شي، نيت پر ځای پاتيږي، خو وسيلې او طريقې بايد بدلې شي.

هغه کاروبارونه/ ادارې چې له ښه نيت سره بيا هم ځان عيار نه کړي، عموماً وروسته پاتې کيږي.

ښه نيت سختې پریکړې غواړي

ښه مشران له سختو پریکړو او ټاکنو نه تښتي. اکثره وختونه مشري د دوو بدو يا سختو تر منځ د يوه سخت ټاکنه ده، ځکه که د ښو او بدو تر منځ‌انتخاب وای، هغه له اوله معلومه ده. مثلاً:

  • ځينې وختونو له په زړه پورې فرصتونو څخه مخ اړول دي.
  • د صادقه او نسبتاً سخت غبرګون او نظر ورکول دي.
  • د بې ګټو پروژو بندول او ختمول دي
  • د محدوده زيرمو پر ځای مصرفول او له يوه څخه اخيستل او بل ته ورکول دي.

ځينې وخت اوږدمهاله مهربانه او ګټوره پریکړه په لنډ مهال کې ظلم او بې ګټې ښکاري.

ښه نيت مسؤليت غواړي

اراده فردي وي، نتايج اجتماعي وي. مسلکي ادارې او کاروبارونه پر مسؤلیت ډير ټينګار کوي، ځکه چې اراده په يوازې توګه نتايج نه شی بهترولای. مثلاً، وپوښتئ: (۱) څه بدل شو؟، (۲) چا ترې ګټه واخيسته؟ او (۳) او خپلو پوښتنو ځواب لپاره څه شواهد لرو؟

ښه نيت زغم او دوام غواړي

ګټور بدلون وخت نيسي، د ښو رامنځ ته کول د زغم او حوصلې کار دی. اکثره سترې لاسته راوړنې د کلونو خواريو او زحمتونو نتيجه وي. مثلاً:

  • د ژبې زده کړه په يوه ورځ کې نه کيږي، وخت به ورکوئ.
  • د اعتماد او باور رامنځ ته کول وخت نيسي.
  • د ادارو اصلاح د يوې ورځې يا مياشتې کار نه دی.
  • د کاروبار پر پښو درول د زړه ويني او شپه او ورځ کار غواړي.
  • د ماشومانو سترول او تربيه څوک سپين سرې کړي.

ښه نيت درسره د مزل په پيل کې مرسته کړي، خو دوام او نظم به يې پای ته رسوي.

په پای کې، ښه نيت د عمل سبب ګرځي، پوهه دغه عمل ته لاره ښيي، سيسټمونه يې ملاتړوي، نظم ورته دوام ورکوي او مسؤليت يې بهتروي، يوازې په دغه صورتونو کې ارادې د ښو نتيجو سبب ګرځي.

ورته ليکنی: ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل

CEO Corner

Want this in your inbox?

One short email a month. Nothing else.

Subscribe to BARYA