CEO Corner

Business

ښه خلک، کمزوری سيسټم

ښه خلک، کمزوری سيسټم

په يوه مسلکي چاپيریال کې اکثره ناکامۍ او نيمګړتياوې د خرابو خلکو له کبله نه وي، بلکې د داسې سيسټم له کبله وي چې سم کار پکې ستونزمن خو د غلط او نيمګړي کار سر ته رسول يې آسانه کړي وي. د خلکو پړسيدلې ارزښت او د سيسټمونو کم ارزښته ګڼل موږ د خلکو شخصيت او مهارتونه له ضرورته ډير مهم بو

په يوه مسلکي چاپيریال کې اکثره ناکامۍ او نيمګړتياوې د خرابو خلکو له کبله نه وي، بلکې د داسې سيسټم له کبله وي چې سم کار پکې ستونزمن خو د غلط او نيمګړي کار سر ته رسول يې آسانه کړي وي.

د خلکو پړسيدلې ارزښت او د سيسټمونو کم ارزښته ګڼل 

موږ د خلکو شخصيت او مهارتونه له ضرورته ډير مهم بولو، خو د سيسټمونو پر ارزښت سترګې پټوو. کله چې يو څه خراب شي، نو عموماً يو چا پسې ګرځو چې ملامته او جزايي يې کړو، خو:

  • د چارو ځنډول او خنډني کول د سيسټمونو ستونزه ده
  • فساد يو سيسټم غواړي، په هغې کې وده کړي، او د سيسټم ستونزه ده
  • د خلکو ښه خدمت نه کول او چارې يې ځنډني کول، عمومي ملاتړ غواړي، د سيسټم ستونزه ده
  • د چارو نيمګړي سر ته رسول او له سر تيرول د سيسټم ستونزه ده.

سيسټم څه کړي؟ 

هدف له سيسټم څخه په يوه اداره/ کاروبار/ شرکت کې د بیلابيلو واحدونو يوځای کار کول دي، تر څو په شريکه هغو نتايجو ته ورسيږي، چې په يوازې ورته نه شي رسيدلای. نو کله چې موږ وايو سيسټم مهم دی، هغه ځکه چې:

  • سيسټم امتيازات ټاکي، چې څه بايد ونازول شي
  • سيسټم جزاوې ټاکي، چې څه بايد تنبيه شي
  • سيسټم د اندازې واحدونه ټاکي، چې څه بايد اندازه شي
  • سيسټم تکرار ټاکي، يعنې چې چارې پر همدې ډول له پخوا رواني دي.
  • سيسټم سترګې پټوي، يعنې کومې نيمګړتياوې يا خلاوې زغمل کيږي.

 

خلک ځان د خپل کار له چاپيريال سره عياروي.

icon

روزنې په يوازې کار نه کړي 

ادارې پر روزنو وسايل مصرفوي، دوی خپلو کارکوونکو ته د مشتریانو د ښه خدمت، د اخلاقیاتو، د مالي روڼوالي او نورو روزنې ورکوي، خو بيا هم سلوکونه نه بدليږي.

ولې؟ ځکه چې سيسټم پر خپل ځای پاتې وي، که چيرې خلکو ته له روزنو وروسته دا امکان برابر نه شي چې خپله زده کړه عملي کړي، یا هغوی څخه تمه وي چې هماغه پخواني سيسټم کې کار وکړي، نو بیا دا روزنې دومره ګټورې نه تماميږي.

څرنګه يو سيسټم معلومولای شئ؟ 

که څوک غواړي ځان پوه کړي چې دلته سيسټم څرنګه کار کړي، نو دا څلور پوښتنې دې مطرح کړي:

  1. دلته کوم سلوک نازول کيږي؟ د څه قدر ډير دی؟
  2. د څه مخه نیول کيږي؟ کوم سلوک کم دی او څوک ورته زړه نه ښه کوي؟
  3. څه ته حوصله کړي؟ کوم سلوک سره لدې چې ډير ښه نه دی، خو سيسټم يې بيا هم زغمي او سترګې پرې پټوي؟
  4. دا هر څه د څه سبب ګرځي؟ په غير ارادي/ شعوري ډول څه رامنځ ته کيږي؟

 

ځوابونه به يې درته د کاروبار/ شرکت اصل دود او کلتور وښيي.

د مشرۍ ننګه 

په داسې چوکاټ‌ کې مشري بيا يوازې د خلکو پرمختګ او هغوی ته ودې ورکول نه دي، بلکې د داسې سيسټمونو طراحي او رامنځ ته کول هم دي، چې:

هلته ښه سلوکونه آسانه وي، يعنې دا معلومه وي چې موږ څه غواړو او هغې لپاره کوم سلوکونه ښه دي.

بد عادتونه او سلوکونه نه وي، يا لږ تر لږه يې مخه نيول کيږي، او بدو ته خپل عادتونه ګران پريوزي.

هر څوک ځان ځوابده احساسوي، او پوښتنه آسانه وي.

بهترين کار تکراريږي، دوی پوهيږي چې تر ټولو ښه څه دي، او د هغې د تکرار امکان وي. 

د بهترئ کوچني ګامونه 

کله کله کوچني ګامونه سترې اغيزې لري، اکثره وختونه سيسټم له ابهام او ناڅرګنده توقعاتو او چارو خرابيږي، نو ځکه يو ساده فورم، څرګنده پروسه، ګړندی ځواب/ غبرګون، ښه او پر وخت معلومات، د تائيد ساده ګامونه او له بې ځايه ځانځانئ او بيوروکراسئ څخه ډډه سيسټم له هر شخص او وينا ډير ژر بهترولی شي.

له ټولنيز اړخه هم، اکثره وختونه ښه خلک دومره اغيزمن نه وي، لکه څومره چې د ښو ادارو رامنځ ته کول د ټولنې د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.

د يوې ادارې/ کاروبار او شرکت او آن د ټولنې کيفیت او ښه والی ښايي يوازې پر دې نه وي چې څومره ښه خلک لري، بلکې تر دې هم ده چې دا ښه خلک څرنګه په يوه ښه سيسټم کې کار کوي، يا يو ښه سيسټم څرنګه له خپلو خلکو ښه ګټه اخلي.

ورته ليکنی: غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل

CEO Corner

Want this in your inbox?

One short email a month. Nothing else.

Subscribe to BARYA