CEO Corner

Business

غښتلتياوې به مو ممتاز کړي

غښتلتياوې به مو ممتاز کړي

هغوی چې د يوه مسلک څوکې ته رسيدلي وي، عموماً هغوی وي چې خپلې غښتلتياوې يې نورې هم پياوړې کړې او ځلولي وي. هغوی چې په هر څه کې اوسط وي، هیڅکله په يو څه کې تر ټولو نه وړاندې کيږي. هر څوک نيمګړتياوې لري، او پر هغې سترګې نه پټيږي، خو دا بايد داسې څه نه وي چې ټول پام مو هغې لور ته وي،

هغوی چې د يوه مسلک څوکې ته رسيدلي وي، عموماً هغوی وي چې خپلې غښتلتياوې يې نورې هم پياوړې کړې او ځلولي وي. هغوی چې په هر څه کې اوسط وي، هیڅکله په يو څه کې تر ټولو نه وړاندې کيږي.

هر څوک نيمګړتياوې لري، او پر هغې سترګې نه پټيږي، خو دا بايد داسې څه نه وي چې ټول پام مو هغې لور ته وي، ځينې نيمګړتياوې ډيرې مهمې وي چې د شخص پر اړيکو، کار او اعتبار اغيزې لري، خو ډيرې داسې محدوديتونه شته چې يو څوک ورسره ژوند کولای شي.

د شخص بېسارې وده عموماً د هغې پر غښتلتياوو بنا وي، هدف له غښتلتيا خوښه نه ده، داسې څه نه دي چې مقصد زما خوښيږي. هدف ترې داسې يو حالت يا ظرفيت دی چيرې چې د شخص توانونه، حوصله، زده کړه، دوامداره زحمت او لاسته راوړنې سره يوځای کيږي، او دا شخص په هغه کې له کاره نه ستړی کيږي.

اکثره وختونه که کورنۍ وي، ښوونځي يا کارځايونه وي، نو لومړی پام نيمګړتياوو ته ځي. فکر وکړئ چې اولاد مو له ښوونځي څخه نتيجه راوړه، په اکثرو مضامينو کې ښه دی، خو په يوه يا دوو کې يې نومرې کمې دي، څه فکر کوئ، ستاسې اول پام به چيرې ولاړ شي.

Boy and girl pulling a rope and playing tug of war at the park.

پر غښتلتياوو تمرکز د ځان ارامولو يا له خپلې ساحې اخوا ودې په وړاندې درېدل نه دي، بلکې د داسې ساحو پيژندل دي چيرې چې يو شخص پر دوامداره او متمرکزه هڅه کولای شي بهترينې لاسته راوړنې ولري، او له نورو ممتاز وي.

بیلابيلې څيړنې ښيي هغوی چې په دوامداره توګه پر خپلو غښتلتياوو کار کوي، عموماً ګټه يې ډيره وي، کاروباريان او مشتريان ترې خوښ وي، خلک غواړي ورسره کار وکړي او په خپلو چارو کې د نورو په پرتله بريالی وي.

ورسره، دا هم ده هغوی چې د خپلو غښتلتياوو په ساحه کې بوخت وي، له کاره خوند اخلي، خپلو ننګونو ته حوصله لري او په دوامداره توګه زده کړه کړي، چې دا هر څه يې د وړاندې تګ او بریاليتوب سبب ګرځي.

غښتلتياوې يوازې تخنيکي مهارتونه نه دي، بلکه شخصي او سلوکي اړخونه هم پکې راځي، لکه ابتکار، انصاف، زغم، قضاوت، ټولنيز عادتونه، زړه ورتيا، دوامداره زده کړه، د خلکو پيژندل او نور ټول په غښتلتياوو کې راځي.

لدې پرته، د شخص غښتلتياوې د هغې پر روغتيا، اعتماد، ژوند مفهوم او اړيکو هم مثبته اغيزه لري، دا ټکی ځکه مهم دی چې دنده يا مسؤلیتونه يوازې ميخانيکي چارې نه دي، بلکه هغوی چې له خپل کار خوند اخلي، نه ستړي کيږي، خپلې چارې يې خوښيږي او له ټولو سره یې سلوک ښه وي.

د دندې عيارولو او طراحئ څيړنې بيا دا هم وايي هغه خلک چې خپله دنده د خپلو توانونو، خوښو او غښتلتياوو شاوخوا برابره کړي، نو کار يې ښه کيږي، خوشحاله وي او له ننګونو سترګې نه پټوي.

هغوی چې دنده له خپلې خوښې سره برابره کړي، له نورو وړاندې او خپل کار څخه خوښ وي.

څرنګه غښتلي کيږئ

غښتلتياوو لپاره يوازې استعداد کفايت نه کړي، بلکه پر غښتلتياوو بايد دوامداره کار وشي، له نورو نظر واخيستل شي چې چيرې ښه ياست او څرنګه يې نور ښه کولای شئ او په همدې چوکاټ کې ځان وننګوئ.

ځينې له ځانه پوښتي چې پر ما څه شوي دي چې له نورو وروسته پاتې يم، خو د دې پر ځای بايد له ځانه وپوښتي چې هغه کومې ساحې دي چيرې چې ځان رسولای شم، زده کړه مې آسانه ده، ښه کار کولای شم او نورو ته به مې ډير خير ورسيږي.

د نيمګړتياوو اصلاح به مو له ناکاميو وساتي، خو د غښتلتياوو وده به مو ممتاز کړي.

ځينې نيمګړتياوې حياتي وي، مثلاً يو څوک بې نظمه دی، د افهام او تفهيم ستونزه لري يا په خبره نه پوهيږي او نه څوک پوهولای شي، بې اعتباره وي يا د خپلې دندې اړوند نسبي مهارتونه نه لري، نو بايد دغه نيمګړتياوې له منځه يوسي، ځکه د ژوند هره برخه يې اغيزمنوي، خو چې کله پکې نسبي ښه شو، نو بيا ورته همدا کفايت کوي.

په نيمګړتياوو کې نسبي ښه والی يا ظرفیت کافي دی، ټول ژوند د هرې نيمګړتيا په اصلاح کې تيرول دعادي بنده کار دی، داسې يو څوک چې له ژونده ستړی او تل د نيمګړتيا په لټه کې وي.

خو، لدې ټول بحث څخه هدف پوره والی نه دی، هیڅوک په هر څه کې پوره نه دي، بلکه هدف ترې په يوه محدوده ساحه کې تر ټولو ګټور، اعتمادي او ارزښتمن کيدل دي.

په مشرۍ کې يو اساسي بحث د خلکو د ظرفیتونو پيژندل دي، نو ځکه مشر بايد هر ملاتړي ته په يوه سترګه ونه ګوري. ښه مشري او مديريت دا نه دی چې هر چا هره دنده او مسؤلیت وسپاري، بلکه دې ته به هم ګوري، چې څوک چيرې تر نورو ګټور واقع کيدای شي.

کاري ډله هم هغه وخت غښتلی وي، کله چې د غړو مهارتونه يو بل ملاتړ کړي، يو به په يو څه کې ښه وي، بل به په بل څه کې، خو دوی په ټوله کې يو بل غښتلی کوي. د مشر کمال دا دی چې داسې خلک سره يوځای کړي، تر څو د ځنځير په څير ټول غښتلي شي.

زموږ تمه دا وي هر څه دې يو څوک وکړي، خو په هغه يوه څه تيريږي، هغې ته معلومه ده، نو ځکه مشر بايد وپوښتي، څوک د دې کار لپاره ښه دی او ور يې سپاري.

همداسې مور، پلار او ښوونکو لپاره نه يوازې دا مهمه ده چې پوه شي، ماشومان چيرې ضعيفه دي، بايد غښلتياوې يې هم وپيژني، دې ته به هم ګوري، چې ماشومان چيرې له ځانه ظرفيت ښيي، چيرې لټه کړي، زغم لري، زړه ورتيا ښيي، زده کړه يې ښه ده، ابتکار لري، منظم دي يا څه ته يې پام اوړي.

د مسلک په ټاکنه کې هم دا پوښتنه مهمه ده چې بنده بايد هغه څه پسې ولاړ نه شي چې نن يې کش ډير دی، يا هر څوک ور روان دي، بلکه بايد له ځانه وپوښتي چې آیا په طبعي توګه هغه مهارتونه او سلوکونه لرم چې په دغه مسلک کې مې له نورو ممتازوي يا دومره زغم لرم چې د دې مسلک لوړې ته ورسيږم؟

خو، که توجه ونه شي غښتلتيا پر ضعف او نيمګړتيا هم بدليږي، پر ځان باور ممکن پر کبر واوړي، د موضوعاتو ارزونه له کار څخه د ځان خلاصولو او ځنډ پر معنا شي، نظم د استبداد شکل واخلي، خواخوږي هر چا سره د سر خوځول شي، پر يوه چاره تمرکز له مسؤليتونو تيښته شي، او همداسې نور.

نو ځکه، هدف په ړنده سترګه پر غښتلتياوو تمرکز او کار نه دی، بلکه داسې يو حالت ته رسيدل دي چې غښتلتياوې له ښه نيت او قضاوت سره د ځان ودې او نورو خير لپاره وکارول شي.

استثنايي وده او پرمختګ هغه وخت راځي چې يو څوک خپلې غښتلتياوې وپيژني، پر هغې دوامداره کار وکړي او له ځانه وپوښتي چې څرنګه کولای شي له دغو توانونو د ځان، ټولنې او کارځای بهترئ لپاره کار واخلي.

ورته ليکنی: له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل

CEO Corner

Want this in your inbox?

One short email a month. Nothing else.

Subscribe to BARYA