قضاوت دا نه دی چې يو څوک دې پر هر څه پوه شي، يا ډيره پوهه دې ولري، بلکې پر دې پوهيدل دي چې څه ته بايد پام وشي. لدې ټول بحث سره يو څه څرګنديږي، چې قضاوت يا ژور فکر ورځ تر بلې مهميږي. ځينې خلک فکر کوي چې د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې هره پوښتنه ځوابولی شي نو د بشر فکر ته اړتيا نه شته، خو
پخوا د باسواده او پوه شخص کمال کتابونو، ښوونکو، ماهرينو، کتابتونو او د زده کړې مراکزو ته په لاسرسي کې وو. خو، نن معلومات هر چيرې شته، د نن زمانې زده کوونکی يا کارکوونکی هغه معلومات چې پخوانيو نسلونو په مياشتو کې لاسته نه شو راوړلی، په دقيقو کې تر لاسه کوي.
نن ستونزه د معلوماتو نه ده، ستونزه د بې خرته معلوماتو، ضعيفه چاڼ او نيمګړو پریکړو ده. هر کله چې معلومات ډير شي، نو بيا پریکړې او قضاوت ارزښتمن شي.
مصنوعي ځيرکتيا معلوماتو ته لاسرسی نور هم ارزانه او ګړندی کړی دی، دغه وسيلې ليکل، ارزول، ژباړل، فکر او د پيچليو پوښتنو ځوابول ټول کولای شي. نوې څيړنې ښيي چې د مصنوعي ځيرکتيا دغو وسيلو دا توانونه نور هم مخ په غښتلې کيدو دي او په ځينو مواردو کې يې له بشر څخه د چارې اجرا سرعت هم ښه دی.
يعنې عمومي معلوماتو ته لاسرسی نور هم مخ په اسانه کیدو دی، خو اسانه لاسرسی په اتومات ډول د هوښیارتيا پر معنا نه دی، يو څوک به له هر اړخه ښه معلومات او ځواب تر لاسه کړي، خو بيا به هم خراب قضاوت او پريکړه کوي.
دغو وسيلو به ځوابونه ګړندي کړي وي، خو سرعت د هوښيارتيا او ذکاوت پر معنا نه دی.
اصل توپير د ځواب او پریکړې تر منځ دی
- ځواب د پریکړې پر معنا نه دی
- مصنوعي ځيرکتيا پر شونتياوو يا امکاناتو غږیږي، بنده به دا ټاکي چې څه مناسب دي.
- دغه وسيلې به اختيارات درکوي، خو بشر به چاپيريال او سموالي ټاکي
- مصنوعي ځيرکتيا به متن او عمل درښيي، خو بشر به يې له نتايجو سره ژوند کړي.
او دا بحث بيا په مشرۍ، زده کړه، کاروبار، عامه کړنلارو او ټولنيز ژوند کې نور هم مهم دی.
مثلاً يو څوک به د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته تګلاره وليکي، پاليسي سند به جوړ کړي، خو هغه نه د ادارې له کاري دوده خبر دی، نه پر هغو لاملونو پوهيږي چې ولې دا تګلاره جوړيږي، کومې ويرې يا انديښنې بايد مطرح کړي، څه امتيازات بايد خلک ولري او هغه څه پټ عوامل او سياستونه وو چې اداره ورلپاره تګلاره جوړوي.
قضاوت او پریکړه پر ارزښت ده، بايد مهم له بې اهميته بیل کړي، ورسره بايد وپوښتي چې:
- آیا دا معلومات سم او صحیح دي؟
- آیا زموږ په چاپيريال او ستونزه يا موضوع کې ګټور دي؟
- څه شته او څه نه شته؟
- له دې ځوابه څوک ګټونکی دی؟ څوک تاوان کړي؟
- ګواښونه او فرصتونه يې څه دي؟
- که چيرې پرې عمل وکړو، څه به وشي؟ څه ممکن پيښ شي؟
قضاوت يوازې پر ذکاوت او پوهه نه دی، بلکې دا ذکاوت بايد له تجربې، اخلاقياتو، چاپيریالي پوهې، زغم، مسؤليت او ځواب ورکولو سره يوځای شي.
قضاوت دا نه دی چې يو څوک دې پر هر څه پوه شي، يا ډيره پوهه دې ولري، بلکې پر دې پوهيدل دي چې څه ته بايد پام وشي.
لدې ټول بحث سره يو څه څرګنديږي، چې قضاوت يا ژور فکر ورځ تر بلې مهميږي. ځينې خلک فکر کوي چې د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې هره پوښتنه ځوابولی شي نو د بشر فکر ته اړتيا نه شته، خو اصل دا دی څومره چې وسيله غښتلی کيږي، همدومره ورسره د بشر فکر مهميږي.
بیلابيلې څيړنې ښيي چې هر څومره د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې غښتلی کيږي همدومره بشر لپاره ژور او پریکنده فکر، ابتکار، همکاري او د اخلاقياتو په رڼا کې ځان ارزونه مهميږي، ځکه چې ماشينونه به محتوا وزيږوي، خو بشر به دغه محتوا ارزوي، معنا او مفهوم به ورکوي او پر نتايجو به يې فکر او ورسره به ژوند کوي.
مصنوعي ځيرکتيا به د ځواب بيه راکمه کړې وي، خو د ځواب د ارزولو بيه ورسره مخ په لوړه روانه ده.
د اقتصاد نړيوال فورم د ۲۰۲۵م کال د دندو راپور، چې په نړيواله کچه له ۱۰۰۰ ډيرو استخداموونکو چې په مجموعي توګه ۱۴ ميلیونه کارکوونکي لري او د ۲۰۲۵م څخه تر ۲۰۳۰م کالو مهارتونو پر اړه يې پوښتلي وو، ښيي چې ارزوونکی فکر يا د سترې کچې معلوماتو او ځوابونو ارزولو مهارت دوی لپاره تر ټولو مهم دی، يعنې آن د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې هم د هغو خلکو ارزښت لوړ دی چې پيچلې موضوعات وارزولی شي، عيار او رهنمايي يې کړي.
د راتلونکي کارکوونکی نه يوازې چې باید د وسيلو د کارولو مهارت ولري، بلکې د فکر، ارزولو او پریکړې ظرفیت هم ولري.
پر مصنوعي ځيرکتيا اتکا ذهن سستوي
که چيرې دا وسيلې ښې وکاريږي، نو د زده کړې ښه مرستيالان دي، خو که چيرې خلک پرې ځان له فکر خلاصوي نو ممکن د زغم، هڅې او خپلواکه منطق د ضعف سبب شي.
د ۲۰۲۶م کال يو څيړنه ښيي چې دغه وسيلې د سرعت او زده کړې سبب ګرځي، خو له ضرورته ډيره اتکا پرې د لتئ او فکر ضعف سبب ګرځي. ستونزه د مصنوعي ځيرکتيا نه ده، بلکې دغې وسيلې ته د فکر د بديل په توګه په کتلو کې ده.
پوښتنه د دې وسيلو د استعمال نه ده، بلکه دا ده چې آیا دا موږ د خپل فکر بهترولو لپاره کاروو، يا ورته د فکر د بديل او خلاصوونکي په توګه ګورو.
راتلونکی د بشر او مصنوعي ځيرکتيا تر منځ پر همکارئ دی. بحث د بشر او دغو وسيلو تر منځد يوه ټاکنه نه ده، بلکه دا ده چې څرنګه يې د خپلو چارو بهترولو لپاره وکاروو.
د مايکروسوفټ د ۲۰۲۵م کال د کار رواج ارزونه ښيي چې ادارې/ کاروبارونه بايد دا وټاکي چې د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو په شتون کې چيرې د بشر قضاوت مهم دی، په ځانګړي ډول په داسې چارو کې ارزښت او اغيزه يې لوړه وي.
يعنې د دې وسيلو کاروونکي بايد پوه شي چې،
- څرنګه ښې پوښتنې مطرح کړي
- د مصنوعي ځيرکتيا ځوابونه وارزوي
- د اختياراتو يا ټاکنو تر منځد ښې ټاکنې توان او عقل ولري
- له خپل چاپيریاله خبر وي، چې کوم حل ښه دی
- خپلو پریکړو لپاره اخلاقي چوکاټ ولري، او
- ځان، مسؤل او ځوابده احساس کړي
مصنوعي ځيرکتيا يو ښه مرستيال کيدای شي، داسې يو څوک چې ښه او پر وخت معلومات درکړي، خو پریکړه به بيا هم بشر کوي، او اصل کمال د پريکړې توان دی.
زموږ په څير هېوادونو لپاره دا بحث لدې اړخه هم مهم دی چې معاصرې وسيلې د زده کړې، لاسرسئ، کاروبار او نورو ښې هڅوونکی کیدای شي. خو، يوازې وسيلې او ټکنالوژئ کفايت نه کړي.
يو هېواد ممکن ځيرکه وسيلې، انټرنيټ، کمپيوټري پروګرامونه، آنلاين زده کړې او نور څه ولري، خو بيا به هم له نيمګړو پریکړو ځوريږي. اصل ستونزه ډيجيټل ته د لاسرسي نشتوالی نه دی، بلکه د فکر ظرفیت، غښتلیو کاروبارونو/ شرکتونو/ ادارو لرل او اداره کول، مسؤله مشري او عملي مهارتونو نه لرل دي.
زموږ ځوان نسل نه يوازې دا چې د معاصرو وسيلو کارول بايد زده کړي، بلکه پدې هم بايد پوه شي چې څرنګه ښې پوښتونکي شي، ځوابونه وارزوي، پریکړې وکړي او د خپلو ټولنو بهتره خادمان وي.
ټولنې د وسيلو پر واردولو پرمختګ نه کړي، بلکې بايد پوه شي چې کومه وسيله دوی لپاره ګټوره ده، او څرنګه ترې غوره ګټه واخلي.
زده کړه بايد له زده کړې د عمل په لور ولاړه شي
تر اوسه هم اکثره زده کړې پر يادو یادولو، تکرار، امتحان او سندونو پر راټولولو راڅرخي. خو له مصنوعي ځيرکتيا سره د معلوماتو په يادو يادولو ارزښت مخ په کميدو دی.
که چيرې ماشين له بشر څخه يو معلوم ژر او دقيق را په يادولی شي، نو بشر بايد پر هغه معلوماتو پوهيدو، ارزولو، عملي کولو او پر ذکاوت بدلولو کې ښه شي.
ورسره ښوونځي او پوهنتونونه بايد وپوښتي:
- چې آیا موږ زده کوونکو ته د فکر کولو توان ښيو؟
- آیا هغوی د ښو پوښتنو مطرح کول زده کوي؟
- آیا له هغوی سره د دې عمل په عملي کولو يا له واقعي ژوند سره په نښلولو کې مرسته کوو؟
- آیا راتلونکي يا په عمومي توګه ابهام او نامعلوم حالت ته يې برابروو؟
د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې له قضاوت او ذکاوت پرته په يادو يادول دومره ګټور نه دي.
څرنګه ښه قضاوت او ذکاوت رامنځ ته کړو
له دغو وسيلو څخه څرنګه غوره ګټه اخيستلای شئ:
- هر ځواب سمدلاسه مه قبلوئ.
- وګورئ چې په ځواب کې څه شته، او څه نه شته؟
- هڅه وکړئ يوه پوښتنه دوه درې وسيلو سره مطرح کړئ.
- واقعيتونه له نظرونو یا فکرونو بيل کړئ
- پر خپل چاپيریال تاسې له هر چا ښه پوهيږئ، وګورئ چې دا ځواب څومره هلته د منلو او عمل وړ دی
- له عمل وړاندې يې نتايج وارزوئ.
- مهمې پریکړې له نورو تجربه لرونکو خلکو سره وارزوئ، پرې وغږيږئ.
- هڅه وکړئ د دې وسيلو له لارې خپل فکر وننګوئ، نه دا چې خپل فکر سره سم معلومات راواخلئ.
- هره پوهه له ټولنيزو شبکو مه رااخلئ، خپله خپلواکه مطالعه ولرئ.
- ليکل، له ځان سره فکر او پریکړې کول زده کړئ.
ستونزه يا خطر دا نه دی چې ماشين به فکر زده کړي. خطر دا دی چې بشر به ځان له فکره خلاص او نور به فکر نه کوي. راتلونکی د هغوی نه دی چې پر هر څه پوه شي، او ګړندي ځوابونه ولري، بلکه د هغوی دی چې غوره پوښتنې وکړای شي او خپلې پريکړې په دوامداره توګه بهتره کړي.
ورته ليکنی: باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي، اسانه ژوند، خو پر کومه بيه، څه چې شميرئ، هغه مو عمل ټاکي، ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږي، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده، مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د فکر تپل

