CEO Corner

Business

باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي

باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي

باور رامنځ ته کول عمرونه اخلي، په کراره رامنځ ته کيږي، خو ممکن ډير ژر له لاسه وځي. يو څوک چې تاسې پرې تل باور درلود، له زمانو څخه درته اعتباري وو، ممکن له يوه کوچني عمل سره دغه باور له لاسه ورکړي. باور له اشخاصو تر کاروبارونو او ادارو ټولو لپاره مهم دی. متقابل اعتماد او باور نه د

باور رامنځ ته کول عمرونه اخلي، په کراره رامنځ ته کيږي، خو ممکن ډير ژر له لاسه وځي. يو څوک چې تاسې پرې تل باور درلود، له زمانو څخه درته اعتباري وو، ممکن له يوه کوچني عمل سره دغه باور له لاسه ورکړي.

باور له اشخاصو تر کاروبارونو او ادارو ټولو لپاره مهم دی. متقابل اعتماد او باور نه دا چې اخلاقي موضوع ده بلکه د داسې يو سيسټم رامنځ ته کيدو سبب ګرځي چې له کبله يې د افرادو، کاروبارونو او آن هېوادونو تر منځ همکاري او ګډ کار امکان پيدا کوي.

فکر وکړئ، تاسې له يوه دوکانه انرژي څښاک رااخلئ، دا څښاک له يوه بهرني هېواده راځي، تاسې چې کله دغه معامله کوئ، دوکاندار دا باور لري چې پيسې مو اصل دي، تاسې دا باور لرئ چې دا څښاک د هماغه شرکت دی چې پر بوتل/ظرف لیکل شوی دی، په منځ کې يې هماغه څه دي چې تاسې يې تمه لرئ، خوند او ګټه يې هماغه ده او دا تمه لرئ چې له څښلو سره به يې هغه احساس ته ورسيږئ د څه لپاره يې چې اخلئ.

باور چارې اسانوي او خنډونه له منځه وړي، کله چې په يوه اړيکه کې متقابل باور وي نو پریکړې ګړندئ وي، مفاهمه او نظر شريکول آسانه وي، که کاروبار وي مشتريان يې دوامداره وي، کاري ډله کې له يو بل سره همکاري وي، د څارنې ډيره اړتيا نه وي او خلک يو بل ته اخلاص لري، يعنې ډيرو ستړيو او اوږدو قراردادونو پسې نه ګرځي.

خو، که چيرې باور نه وي نو هر څه سستيږي، بيوروکراسي او لاسليکونه ډيريږي، خلک د هر څه لپاره هر وخت شواهد لټوي، څارنه ډيريږي، بيې لوړيږي، همکاري کميږي او خلک پر يو بل بدبينه کيږي، دا باور په منځ کې نه وي چې دخيل اړخونه د يو بل ښه او پرمختګ غواړي.

له تجارتي اړخه، کاروبارونو لپاره له بازار موندنې باور مهم دی، او پر همدې اعتماد او باور مخکې ځي. بازار موندنې هڅې کيدای شي يو مشتري کاروبار ته راولي، خو د هغې ساتل بيا دا باور غواړي چې د کاروبار خدمات/ محصولات د لوړ کيفيت درلودونکي دي، خبرې يې رښتيا دي، پر خپلو ژمنو دريږي، په معاملاتو کې ريښتوني دي او پر خدمت يې ملا تړل کيدای شي، يعنې اعتمادي دي.

او دا هر څه د باور رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.

د مشرۍ له نظره هم، مشر لپاره باور مهم دی، ممکن يو څوک د ګواښ يا تاوان له ويرې د مشر خبره ومني، ورپسې ولاړ شي، خو مشر به بيا ډير اغيزمن نه وي، خلک به ورسره ولاړ وي، خو ژمن به نه وي.

silhouette of man throwing girl in air

څه باور له منځه وړي؟

باور لکه څرنګه چې کرار په کرار رامنځ ته کيږي، همداسې عموماً يو دمې له يو ستر عمل سره له منځه هم نه ځي، خو داغداره کيږي، اکثره وختونه د کوچني دوامداره عمل له لارې له منځه ځي.

مثلاً يو کاروبار ممکن په دوامداره توګه د خدمت ناوخته رسولو، خبرو/مفاهمې نه وضاحت، بې ځايه ژمنو، ناوړه پریکړو، له مسؤليته تيښتې او بهانو جوړولو، درواغو او پر خپله خبره نه دريدو له کبله د مقابل لوري باور له لاسه ورکړي.

اشخاص هم له همدې باور له لاسه ورکوي، څه فکر کوئ چې يو څوک په دوامداره توګه پر خپله خبره نه دريږي، بې ځايه ژمنې کړي، په معامله کې ريښتونی نه وي او دا ډاډ پرې نه وي چې ورسپارل شوې چاره به په ښه او احسنه توګه پر خپل وخت سر ته ورسوي، څومره خلک به پرې باور وکړي.

ګټه يې څه ده؟

د باور له لارې چارې ګړندئ کيږي، ګټه ډيريږي او اغيزه مو پراخيږي. له باور څخه هدف هر څه پر ړنده سترګه منل نه دي، بلکه دا اعتماد او باور لرل دي چې خلک ځان ځوابده ګڼي او په يو مقابل سيسټم کې خپل مسؤلیتونه پيژني.

باور د قوانينو او سيسټمونو بديل نه دی، خو د دغه قوانينو، اصولو او سيسټمونو په چوکاټ کې د ښه او ګړندي کار هڅوونکی دی.

باور دوامداره سلوک غواړي، يوازې د بازار موندنې پر شعارونو باور او د خلکو اعتماد نه رامنځ ته کيږي.

ورته ليکنی: د باور راکړه ورکړه، د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل

CEO Corner

Want this in your inbox?

One short email a month. Nothing else.

Subscribe to BARYA